Asset 1SWN

پوتین: د اوکراین مذاکراتو کې د اروپا ګډون اړین دی، خو هوکړه لرې ده

Putin_AP-q1wmo9at0irkj2n4frkiicidqp0chh3iyhwtxyeqh4

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د اوکراین جګړې په اړه خبرو کې د اروپا  ګډون اړین دی، خو په وینا یې، مسکو لومړی باید له واشنګټن سره باور رامنځته کړي.

هغه دوشنبه، فبرورۍ ۲۴مه د روسیې ټلوېزیون ته وویل چې د اوکراین جګړې په اړه هوکړه لا لرې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې جګړې پای ته رسولو ته بېړه لري، خو د پوتین په وینا، دومره ژر به هم پای ته ونه‌رسېږي، لکه ټرمپ یې، چې غواړي.

پوتین همداراز زیاته کړه چې له ټرمپ سره د ده ټیلیفوني خبرې او ریاض کې د دواړو هېوادونو استازیو ترمنځ خبرې، یوازې د اوکراین جګړې ارزونې لپاره وې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه وویل: «موږ په دې اړه په تفصیلي توګه خبرې ونکړې. موږ یوازې هوکړه وکړه چې پر لوري یې، حرکت وکړو او د اروپا پر ګډونوال ممانعت نکوو.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام