د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د راتلوونکي ۱۴۰۴ ښوونیز کال لپاره د ښوونځيو په عمر برابر ۱۸زره نوي زدهکوونکي جذبېږي.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، د یادو زدهکوونکو د جذب لپاره د کب میاشتې له پيل څخه تر پای په ټولو ښوونځیو کې نوملیکنه پيلېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاته کړه، په جذب کېدونکو زدهکوونکو کې به شاوخوا ۱۲زره هلکان او ۶زره نجونې شاملې وي چې له جذب وروسته به دوي ته درسي کتابونه او درسي توکي هم ووېشل شي.
نوموړی همدارنګه وایي، نویو ښځينه او نارینه زدهکوونکو ته به ښوونځيو کې د لیکلوست ټولې اسانتیاوې برابرې شي او هڅه پیل شوې چې د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې په شته ټولو ښوونځيو کې د زده کوونکو او ښوونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د لوګر یوه اوسېدونکي عبدالله سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې ریاست په هلو ځلو ښوونځيو ته زرګونه نوي زدهکوونکي جذبېږي.
هغه همدارنګه ټینګار کوي چې پوهنې ریاست ته پهکار ده چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځيو ودانیو نشتون، بیارغونې، کتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت ستونزو ته جدي رسېدنه وکړي.
د يادونې وړ ده چې د لوګر د پوهنې ریاست دا مهال د هلکانو او نجونو ۲۸۷ ښوونځي لري چې د ذکر شویو زدهکوونکو په ګډون پکې شاوخوا ۱۵۰ زره زدهکوونکي پکې په زدهکړو بوخت دي.