د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د استخباراتو ریاست کارکوونکو له لوري د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې سلګونه ټوکه د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځيو کتابونه نیول شوې دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، د استخباراتو ریاست د قوانینو د ساتنې او برسۍ مدیریت له لوري د محمداغې ولسوالي په شخصي کتاب پلورنځيو کې ۱۱۴۵ ټوکه د پوهنې وزارت هغه کتابونه نیول شوي چې په شخي کتاب پلورنځيو کي یې پلور بند دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاته کړه، پوهنې ریاست د یادو کتابونو د څېړنې لپاره یوه عاجله کمېټه ګومارلې ده، څو پورې معلومه کړي چې د پوهنې وزارت د ښوونځيو کتابونه ولې په شخصي کتاب پلورنځيو کې پلورل کیږي، دغه کتابونه له کوم ښوونځي پورې تړاو لري او د چاه له لوري په شخصي کتاب پلورنځیو پلورل شوې دي.
هغه وویل، هغه کسان به قانون ته وسپارل شي چې په غیرې قانونې بڼه یې د ښوونځيو کتابونه په شخصي کتاب پلورنځیو پلورلي دي.