Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې ۲۵زره غواګانې د «طبق» ناروغي پروړاندې واکسین شوي

IMG-20250202-WA0056

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «طبق» ناروغي پر وړاندې شاوخوا ۲۵زره غواګانې واکسین شوي دي.

د واکسین دغه کمپاین د یاد ولایت د کرنې ریاست او د خوراک او کرنې نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد کمپاین پرمهال د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو او د یاد ولایت دامان او ډنډ ولسوالیو کې ۲۵زره غواګانې د طبق ناروغي پروړاندې واکسین شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي: «یاد واکسین ټولټال ۲۵ زره دوزه وو، چې د څه کم دوو میاشتو په موده کې د ۷۰۰ غواګانو فارمونو ته تطبیق شو.»

د نوموړي په وینا، د دې کمپاین موخه د مالدارانو ملاتړ، د طبق ناروغي پروړاندې وقایوي تدابیر نیول، د غواګانو د مړینې کچه راټیټول او په کندهار کې سالمه مالدارۍ پراخول دي.

د کندهار مالداران د واکسین کمپاین له پلي‌کېدو خوښ دي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د خوراک او کرنې نړیوال سازمان له همکارۍ مننه کوي.

کندهار کې د غواګانو فارم‌لرونکی محمدیونس وايي: «دا کمپاین موږ ته ډېره ګټه وکړه، ځکه زموږ غواګانې له خطر څخه خوندي شوې.»

یوه بل مال‌لرونکي شېراحمد وویل: «پخوا موږ له دې ناروغۍ ډېر زیانونه لیدلي وو، خو اوس د واکسین له برکته زموږ څاروي خوندي دي.»

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، یوه میاشت وړاندې یې د FAO په مالي ملاتړ د کوچنیو څارویو د طاعون (PPR) واکسین کمپاین هم پیل کړی دی.

د یاد ریاست په وینا: «په دې کمپاین کې د کندهار په مرکز او ۸ ولسوالیو کې ۷۰ زره کوچني څاروي واکسین شوي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کندهار کې له دې وړاندې هم څاروي د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې واکسین او ترڅنګ یې، څاروي‌لرونکو ته مشورې هم ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام