د هېواد سوېلختیځ پکتیا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.
د پکتيا امنيه قومنداني مسوولانو په وینا، پېښه «يکشنبه، سلواغې اوومې» ناوخته د اريوبځاځيو ولسوالي اړوند سیمه کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله رامنځته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي چې ياده پېښه د اريوب ځاځي ولسوالي اړوند ګلغونډۍ سيمه کې شوې.
هغه دغهراز وويل چې يادو ماشومانو د راکېټ پر مرمۍ لوبې کولې چې چادونه یې، کړې او له امله يې يو ماشوم مړ او د يوې انجلۍ په ګډون، پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.
ځدراڼ زياته کړه چې ټپيان د امنيتي ځواکونو په مرسته د پکتيا حوزوي روغتون ته انتقال شوي چې د درېوو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
منيب ځدراڼ وويل چې د يادو ماشومانو ټولو عمرونه د لسو کلونو په شاوخوا کې دي.