د ميدانوردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې په دغه ولايت کې سږکال ۱۵۰زره متريک ټنه د مڼې حاصلات ترلاسه شوی چې د تېرکال په ترتله ۲۵سلنه لوړوالی ښيي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي نيازمحمد عابد میدانښار کې خبریالانو ته وویل، روان ۱۴۰۳ کال کې په ميدانوردګ کې ۱۵۰زره متريک ټنه مڼې حاصلات ورکړي چې د تېرکال په پرتله ۲۵ سلنه زياتوالی پهکې راغلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عابد زیاته کړه، په میدانوردګ کې مڼو حاصلاتو د زیاتوالي یوازینی لامل د بڼوالو ظرفیت لوړول، بڼوالو سره د بڼوالۍ وسایلو او د بېلابېلو ناروغیو ضد درملو مرسته کول دي.
عابد په وينا، د ميدانوردګ ولايتي مسوولانو په زيار او کوښښ په دغه ولايت کې د مېوو د پېر او پلور مرکز په جوړېدو سره اوس د میدان وردګو ولایت مڼې په بازار کې په لوړ قېمت پلورل کيږي چې ګټه یې باغوانانو ته رسيږي.
د میدانوردګ بڼوال هم خوښ دي چې سږکال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات لوړ شوي، خو دوي شکایت کوي چې سږکال په لاس راغلیو مڼو ته مناسب بازار او د ساتنې لپاره معیاري سړې خونې نهلري.