د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د پرېکړې له مخې، په مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالي په دولتي ځمکو جوړ شوي لسګونه هستوګنیز کورونه ونړول شول.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلاموطندار ته وویل، دغه ولایت کې د غصب مخنیوي کمېسیون د ځانګړې غونډې او د مرکزي کمېسیون د حکم له مخې، د مرکز پلعلم او په خوښۍ ولسوالي کې پر دولتي ځمکو جوړ شوي ۴۰ غیرې قانوني هستوګنیز کورونه ونړول شول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، په لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوي کمېسیون د پخوا په پرتله هڅې دوه برابره ګړندۍ شوي او په تېر یوه کال کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګلو ازاده شوې.
هغه د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې غصب شوې ځمکې بېرته حکومت ته وسپاري او د غصب مخنیوي کمیسیون سره مرسته وکړي، څو پورې په دغه ولایت کې په تېرو څو کالونو کې غصب شوې دولتي ځمکه دوباره بېرته راوګرځول شي.