د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې یوشمېر ولایتونو کې د لنډمهاله حرفهيي زدهکړو، بېوزلۍ سره د مبارزې او د حرفهيي کاري فرصتونو برابرولو په موخه له شلو کورنیو موسسو سره هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مالي او اداري مرستیال فضلالرحمان فاضل وویل، د یو میلیون او ۸سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت دغه هوکړهلیکونه کندهار، هلمند، دایکندي، بامیان او خوست ولایتونو کې د زیانمنونکو کورنیو د خوړو خوندیتوب، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو او د محلي اقتصاد پراختیا په موخه تطبیق کیږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «نن په کندهار، هلمند، دایکندي، بامیان او خوست کې د همکارو شلو کورنیو موسسو چې پروژې یې، نن پیلېږي. دا پروژې د زیانمنونکي قشر ترمنځ د تغذیې ښهوالي، د پایښتلرونکي شغلي فرصتونو رامنځته کولو، کورنیو ته د خوړو خوندیتوب، د محلي اقتصاد پراختیا پلې کېږي چې ارزښت یې، ۲.۵ میلیونه ډالره دی او نن شلو موسسو سره د ۱.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کېږي.»
ورته وخت کې د دغو موسسو مسوولان چې دغه هوکړهلیکونه ورسره لاسلیک شوي وايي، سره له دې چې د دغو هوکړهلیکونو پراساس به د حرفهيي زدهکړو زمینې برابرې کړي، یوشمېر کورنیو ته خواړه هم وېشي.
د افغان ښځو د توانمندۍ او معاونیت موسسې مشر ذبیحالله واقف وویل: «تنګسیه د هېوادوالو له ستونزو څخه ده او دا پروګرام کولای شي چې خلکو ته ښه کاري فرصتونه برابر کړي او د سیمې کرنیزو محصولاتو څخه ښه استفاده وکړي چې پایښتلرونکې وي یا تمدید شي چې وکولای شو، کورنیو سره مرسته وکړو.»
د شین کندهار بیارغولو موسسې مسوول محمدکریم پوپل وویل: «د افغانستان ډېری خلک بېوزله دي، دا موسسه د حرفوي ښوونیز پروګرام ترڅنګ، هغه سیمې چې خلک یې، بېوزله دي، ګرم خواړه هم وېشي.»
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د شمېرو له مخې، دامهال د هېواد په سطحه د لنډمهاله حرفهيي او فني زدهکړو ۱۶۴ مرکزونه فعاله دي چې له لارې یې ۳زره او ۸۹۱ کسانو ته د حرفهيي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.