غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۶۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس د غزې د روغتیایي مسوولانو له قوله راپور ورکړی چې ۳۳ کسان د بېځایه شویو فلسطینیانو په النصیرات پنډغالي کې د اسراییلو یوه هوایي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور له مخې، د وژل شویو له ډلې یې، ۱۳ کسان د بشري مرستو ساتونکي وو. پاتې نور کسان د غزې پر بېلابېلو سیمو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یادو کسانو یوازې پرون «پنجشنبه، دسمبر ۱۲مه» د اسراییلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلخوا حماس ویلي، اسراییلي ځواکونو د تېر زېږیزکال له اکټوبر راهیسې غزه کې د بشري مرستو لږ تر لږه ۷۰۰ ساتونکي وژلي دي.
په ورته مهال اسراییلي ځواکونو نن یو ځل بیا د غزې په بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي چې پرمهال یې، یوشمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي دي.
له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی چې تر دې مهاله نږدې ۴۵زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰زره ډېر ټپیان دي.