د امریکا د موټر جوړولو «ټسلا» شرکت وايي چې د روان کال د ډسمبر میاشتې د لومړۍ اوونۍ پرمهال یې، چین کې ۲۱۹۰۰ برښنايي موټر پلورلې دي.
چین کې د یاد شرکت څانګې ویلي چې دغه پلور د روان ۲۰۲۴کال د څلور ربعو په پرتله تر ټولو لوړ پلور دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټسلا روانه اوونۍ په دغه هېواد کې د خپلو برښنايي موټرو د پلور کچه داسې مهال اعلانوي چې د همدې کال په نومبر کې بیا یاد شرکت ۷۳۰۰۰ موټر خرڅ کړي دي.
په ورته مهال چین کې د ټسلا «Model Y» تر ټولو ښه او په لوړه کچه پلور لري چې تېرکال یې، ۵۵۶۰۰۰ موټر پلور شوي دي.
ټسلا په چین کې د «Model Y» برښنايي موټرو د پېر لپاره کلنی تخفیف هم وړاندې کړی چې ۱۰زره یوان دي.
د امریکا موټر جوړولو ټسلا شرکت په چین کې د خپلو تولید شویو برښنايي او نورو موټرو لپاره ښه بازار لري او د چین بایډ او نورو موټر جوړولو کمپنیو سره نږدې سیال بلل کېږي.
یاد شرکت د چین سربېره په امریکا او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د موټر جوړولو څانګې لري چې امریکا او چین کې تر ټولو لوړه کچه تولید لري.