د هلمند اطفایه مدیریت د پنځه سوه زره افغانیو په لګښت یو نوی ډیزاین شوی موټر جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټېاخیستنې ته سپارلی دی.
د هلمند اطفائیه مدیریت مشر ملا عبدالله صدام وايي، دغه موټر په یوه میاشت کې د اطفایه کارمندانو له لوري جوړ شوی چې ځانګړي نوښتونه لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد موټر ټانکر کې ۱۵۰۰۰ لیټره اوبه ذخیره کېږي چې پر یوه وخت له دوو ځایونو اوروژنې ته کارول کېدای شي. سربېره پر دې، د اړتیا په صورت کې نورو اطفائیه موټرو ته اوبه انتقالولی شي.
د دغه موټر ډیزاین د اطفایه مدیریت د کارمندانو لهخوا، د یوه نظامي انټرنېشنل موټر او نور اړین سامان الاتو څخه شوی دی. صدام زیاته کړه چې دا موټر به د اوروژنې په چټکۍ او اغېزمنتیا کې مهم رول ولوبوي او د اوروژنې مخنیوي کې به ګټور تمام شي.
په هلمند کې د اطفایه مدیریت دا نوښت په داسې حال کې کوي چې د اوروژنې پر وړاندې د چټکو اقداماتو اړتیا تل د خلکو یوه اساسي غوښتنه پاتې شوې چې د دې نوي موټر ځانګړتیاوې او وړتیاوې به دغه ولایت کې د دې ستونزو په حل کې مرسته وکړي.