د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت د برکيبرک ولسوالي د تګاب او چهلتن په ښوونځیو کې د ۲،۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه رغنیزې پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلاموطندار ته وویل، دا پروژې د پوهنې وزارت، ولایت مقام او پوهنې ریاست په هلو ځلو د پوهنې د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ ښوونکو او زدهکوونکو ته د پاکو اوبو او د حفظ الصحې اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي دغهراز زیاته کړه، په بشپړو شوېو پروژو کې نوموړو ښوونځیو ته د اوبو ژورې څاهګانې، د لمریزې برښنا سېسټم، د اوبو شبکې او ذخیرې، د لاسمنځلو ځانګړي ځایونه، عصري تشنابونه او د سپټیک څاوې شامل دي چې په بشپړېدو سره یې، نږدې ۲زره زده کوونکو ته د زدهکړو لازم چاپېریال، پاکې اوبه او د حفظالصحې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د ښوونې ترڅنګ په نورو برخو کې هم ورته پروژې پلې شوي چې خلکو ته یې، ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته کړې دي.