Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې یو پانګوال پر یوه ژوبڼ ۳۰۰زره ډالره پانګونه کوي

5ea9da46-4cd6-490b-9c74-6fdd6427b310-850x531

د کندهار په درېیمه ناحیه کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري د وحشي ژویو نسل زیاتوالي او د خلکو تفرېح لپاره پر شاوخوا دوه جریبه ځمکه ژوبڼ جوړ شوی دی.

په دې ژوبڼ کې اوس ۲۵ بېلابېل وحشي حیوانات ساتل کېږي او د حیواناتو د ښه ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي. د ژوبڼ څښتن وايي، غواړي د حیواناتو شمېر زیات کړي او په دې خصوصي پروژه کې تر ۳۰۰زره امریکایي ډالرو پانګونه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، د دې ژوبڼ جوړېدو هدف یوازې د خلکو لپاره تفرېح نه، بلکې کندهار کې د وحشي ژویو د نسل زیاتوالي او ساتنې لپاره هم یوه هڅه ده.

د ژوبڼ څښتن محمدقاسم سلام‌وطندار ته وویل: «موږ په پام کې لروچې دلته تر درې سوه زره امریکایې ډالرو پانګونه وکړو، دلته بېلابېل ډولونه حیوانات له نورو هېوادونو څخه راولو، زموږ مقصد دا دی چې د دې حیواناتو نسل ونیسو، ځکه دلته ډېری حیوانات نشته، لکه سپین زمریان دا سپین زمریان د سوېلي‌افریقا څخه راځي.»

د ژوبڼ لیدونکي د دې نوې هڅې هرکلی کوي او وايي، کندهار کې د معیاري ژوبڼ جوړېدل، د تفرېح لپاره مهم ګام دی. دوی غوښتنه کوي چې نور پانګوال دې هم ورته پروژې عملي کړي، څو د یاد ولایت خلکو او سیلانیانو ته تفریحي اسانتیاوې برابرې شي.

د کندهار اوسېدونکي محمدیونس وویل: «خوښ یوو چې دا ژوبڼ جوړ شوی، دلته ډول، ډول حیوانان شته، دلته فکر کوم یو تفریحي پارک هم په پام کي نیول شوی، دا ډېر ښه ځای دی.»

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي شېراغا هم وویل: «دا ډېر ښایسته ځای دی چې جوړ شوی دی. دا یو تفریحي ځای دی، دلته هر څوک کولای شي چې د تفرېح لپاره راشي، موږ غوښتنه لرو چې دې ته ورته نور ځایونه هم جوړ شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کندهار د چاپېریال ساتنې ریاست چارواکي بیا وايي، دا ژوبڼ د سیمې د چاپیریال ښه‌والي او د وحشي ژویو د نسل ساتنې لپاره ښه نوښت دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام