Asset 1SWN

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو د ۹ کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې

ضضصضص

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د یونېسکو نړیوال سازمان په همکاري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې د ۹ کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د سېندیزې حوزې ریاست ریيس ملا محمداسماعیل اخندازه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه کارېزونه د یونېسکو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کیږي چې له پرانېستې سره سم به یې ۱۲ سوه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ده وویل، په یادو پروژو کې به سلګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.

بل‌خوا د لوګر یوه اوسېدونکي رحمت‌‌الله سلام وطندار ته وویل، خوښ دی چې د لومړي ځل لپاره د یونیسکو نړیوال سازمان له لوري په دغه ولایت کې د اوبو کاریزونو د بیارغاونې چارې پيل شوې.

نوموړي وویل، د یادو پروژو له بشپړیدو سره به په مرکز پل علم او ولسوالیو کې وچ شوې د اوبو کاریزونه دوباره ورغول شي او د کرکېلې ترڅنګ به بڼوالۍ ته په کافي اندازه اوبه برابرې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هیره دې نه وي چې همدا تېره میاشت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې د درې لویو کانالونو د بیارغاونې چارې هم پيل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام