په کابل کې له ۴۰ ښځینه کارګرانو سره د سلاموطندار د مرکو موندنې ښيي چې ډېر او سخت کار، لږ تنخوا او د کاري خوندیتوب نه لرل هغه ننګونې دي چط دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. دا ښځې رسمي قرارداد نهلري او په ورځني مزد د کابل په خیاطیو، شرکتونو او کارخونو کې کار کوي. دوی ټولې له خپلې تنخوا څخه ناخوښې دي.
د هغو ښځې له ډلې چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، ۱۷ یې د غالیو اوبدلو شرکتونو، ۲۲ یې د بادام او ممیزو پاکولو په کارخونو او یوه هم په هوټل کې کار کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حنیفه چې ۵۰ کلنه ده او له لسو کلونو راهیسې د بادام پاکولو په یوه کارخونه کې کار کوي وايي، د درېوو بچیانو او یوه معلول خاوند سرپرستي ور پر غاړې ده. هغه اړ ده چې له سهار تر بېګاه پورې د ۲۵۰ افغانیو په بدل کې کار وکړي. حنیفه وايي، د عمومي رخصتیو او هغو ورځو کې چې ناروغه وي، تنخوا نه ورکوي.
نوموړې زیاتوي: «خاوند مې شپږ کاله کېږي چې فلج دی او کور کې پروت دی؛ د کار څوک نهلرم؛ دوه ځامن او یوه معلوله لور لرم چې په کور کې ده. د یوه زوی مې سر غټ او لاس و پښې یې نري دي؛ واکسین مې نهدی ورکړی. زه خپله د معدې پر ناروغي اخته یم او حمله راباندې راځي. کور مې کرايي دی او د میاشتې ۱۵۰۰ افغانۍ ورکوم. د ورځې ۲۵۰ افغانۍ تنخوا اخلم چې ۵۰ یې د موټر کرایه کوم، په ۲۰۰ نورو یې کور ته وچه ډوډۍ وړم. بادام پاکوم.»
په همدې حال کې شمیم بیا له څلورو کلونو راهیسې له پنځلس کلنې لور سره چې د سږو پر ناروغي اخته ده، د ممیزو پاکولو په یوه کارخونه کې په ډېر کم مزد کار کوي. نوموړې وايي، خاوند یې پر نشهيي توکو اخته دی او د اقتصادي ستونزو له کبله نه یوازې د خپلې ناروغې لور درملنه نهشي کولای، بلکې اړ ده چې هغه د ممیزو پاکولو لپاره ځان سره کار ته هم راولي. هغه زیاتوي: «په دې کوروراني روزګار کې همدومره کېږي چې ورځ تېره شي او که کومه ورځ کار ونه کړم، د یوې وچې ډوډۍ پیسې راسره نه وي.»
راضیه چې درې کاله مخکې یې خاوند ورک شوی او دا د کور سرپرسته ده وايي، د غالۍ د هرې لایې اوبدلو بدل کې پیسې ورکوي او که یوه ورځ کې یوه لایه خلاصه نهکړي، هغه ورځ له بچیانو سره په لوږه تېروي.
نوموړې زیاتوي: «دلته رسمي قرارداد نهلرم؛ دلته راغلې یم چې کار وکړم؛ کار ته په کتو پیسې راکوي او د ورځې ښايي ۱۰۰ افغانۍ شي چې وچه ډوډۍ مو پرې کېږي. خاوند مې ایران ته روان و؛ درې څلور ځله تر نیمروزه ولاړ، بېرته به راغی؛ بیا ورک شو. زموږ وستونزې ډېرې دي؛ بېګاه چې ویده شم، تر سهاره خوب نه راځي. ډېرو فکرونو مو خوب تښتولی، یاد مې کمزوری شوی دی.»
بلهخوا سلاموطندار له یوشمېر هغو نجونو سره هم خبرې کړي چې د سرپرست حکومت له لوري یې پر زدهکړو بندیز لګېدلی او اوس له زدهکړو پاتې دي. دا نجونې وايي چې کاري خوندیتوب نهلري او ورځنۍ تنخوا یې هم کمه ده.
مقبوله چې د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه او د ښوونځیو په تړل کېدو سره اوس له یوه ډله نورو ښځو سره بادام پاکوي وايي، غوښتل یې چې د حقوقو پوهنځی ولولي، خو اوس ناوړه اقتصادي وضعیت اړ کړې چې د ورځې په ۲۵۰ افغانیو کار وکړي.
مقبوله زیاتوي: «موږ مجبور یوو چې کار وکړو، څو په خپل اقتصاد کې مرسته وکړو. دلته د میاشتې نه، د ورځې ۲۵۰ افغانۍ تنخوا راکوي. دلته چې کله مال، لکه پسته او بادام وي، کار شته، کنه نشته. کله چې کار وي، شکر دی کار کوم، خو کله چې نه وي، مجبور یوو چې همدا لږ ټولې کړې پیسې ولګوو. که مې ښوونځی پای ته رسولی وای، ډېر مې خوښېدل چې د حقوقو پوهنځی ولولم، خو له بده مرغه ونه شو.»
مهسا هم چې له زدهکړو پاتې شوې، اوس غالۍ اوبي. هغه وايي، پلار یې دوه کاله وړاندې په کابل کې پر «کاج» ښوونیز مرکز شوي ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړی او اوس یې خپله ملا تړلې چې د کورنۍ سرپرستي وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د صنفي کارګرانو ټولنې مسوولان هم د سرپرست حکومت له لوري پرې د لګېدلیو محدودیتونو له کبله د دې ټولنې د فعالیتونو کموالي خبر ورکوي او په وینا یې، اوس د ښځینه کارګرانو لپاره عدالت غوښتنه نهشي کولای.
د یادې ټولنې رییس رازمحمد احمدي وايي: «مخکې مو چې په ډېری ولایتونو کې کوم کارونه کول، اوس کار او د کار قوانینو ته په پام مو فعالیتونه محدود شوي. زموږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته په هغو برخو کې کار ورکړل شي چې دوی یې وړتیا لري؛ سوداګریز کارونه وکړي او دندې ولري.»
د حقوقي چارو شنونکی اجمل زرمتی بیا د ورځې په مزدورۍ د ښځو کار د کار قانون خلاف بولي او وايي، د افغانستان د کار قانون د دولسمې مادې پر بنسټ، د کارکوونکي او د کار خاوند ترمنځ باید لیکلی قرارداد لاسلیک شي او قرارداد کې ټول کاري مسایل په پام کې ونیول شي.
بلهخوا د اقتصادي چارو شنونکی عبدالوافي نایبزی ټینګار کوي چې د ښځو او کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره باید هغوی ته مناسب مزد په پام کې ونیول شي. هغه زیاتوي: «مثلاً ۱۰۰۰ افغانۍ باید ورکړل شي؛ ځکه چې د ورځني کار مزد له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې دی. کم مزد ۵۰۰ افغانۍ او ډېر هم ۱۰۰۰ افغانۍ دی. د ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې باید ورکړل شی او دا د سرپرست حکومت مسوولیت هم دی چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه اوچت شي.»
د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان هم د ښځینه کارګرانو کاري خوندیتوب مهم بولي او وايي، هغوی باید کاري بیمه هم ولري. نوموړی زیاتوي: «په افغانستان کې کاري بیمه او خوندیتوب ان په دولت کې هم نشته. که څوک د کار له کبله زیانمن شي، باید بیمه ورکړل شی؛ روغتیا یې په پام کې ونیول شي او درملنه یې وشي. له بده مرغه دا په افغانستان کې نشته او ان کاري قرارداد هم نه کېږي.»
مدني فعاله تهمینه منګل بیا د ښځینه کارګرانو د ملاتړ لپاره د حقوقي ټولنو جوړېدل مهم بولي او وايي، د خصوصي بنسټونو ملاتړ، حقوقي پوهاوی او د حکومت ملاتړ د ښځو د کاري خوندیتوب لپاره مهم دي.
خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېعالله ابراهیمي وايي، د دغه وزارت پلټونکي د ښځینه کارګرانو د ستونزو حل لپاره چې د هغوی د کار حقوقو ورکول هم پهکې شامل دي، کنټرول او څارنه کوي او که کومه تېروتنه وویني، قانوني چلن به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر جمهوري نظام کې هم د کارکوونکي او د کار خاوند ترمنځ د قرارداد نه کېدو او پر وخت د کارکوونکو د حقونو نه ورکړې په اړه شکایتونه وو.