Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان د افغان کډوالو د برخلیک روښانولو لپاره نړیواله غونډه جوړوي

مهاجران-افغان-در-پاکستان-qxc0tjqssusd9jg575dpdv13ipg7l726sv0hzwldhk

د کډوالو په چارو کې د پاکستان عالي کمېشنر محمدعباس خان اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان ته په داوطلبانه ډول د افغان کډوالو ور ګرځېدو، د دوی د ستونزو ارزولو او د لوېدیځو هېوادونو له لوري په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د منلو پروسې چټکتیا په موخه به په اسلام‌اباد کې یوه نړۍواله غونډه جوړه شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان ډان ورځپاڼې د محمدعباس خان په خبره راپور ورکړی چې د دې غونډې اصلي موخه دا ده چې لوېدیځ هېوادونه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د منلو بهیر چټکتیا ده.

یادې ورځپاڼې د کډوالو په چارو کې د پاکستان د عالي کمېشنر محمدعباس خان له خولې لیکلي: «د دې غونډې اصلي موخه باید دا واوسي چې لوېدیځ هېوادونه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د منلو پروسه چټکه کړي. په دې تړاو به ډېر ژر څواړخیزه نړیواله غونډه جوړه شي.»

عباس خان دغه راز ویلي چې له ۶۰۰زره افغانانو څخه چې د پاکستان د کډوالو په عالي کمیشنرۍ کې ثبت شوي، تر دې دمه یې یوازې ۸ زره درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړې چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د افغانستان ظرفیت هم خورا محدود او ننګوونکی دی.

په پاکستان کې یوشمېر هغه افغان کډوال چې له تېرو درېوو کلونو راهیسې هلته د خپلې کډوالۍ کېسونو پراسېس ته په تمه دي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د پاکستان له لوري پرې د فشار راوړل کېدو او هلته اوږد انتظار ستړي کړي دي.

افغان کډوال ظاهر بهاند او ایمل حبیبي وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ویزو د نه تمدید، په زوره اېستل کېدو، د دوسیو ټکني بهیر او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي. دوی زیاتوي:

«لویې ستونزې یې د لازمو سندونو نه لرل او د ویزو نه تمدیدېدل، د ماشومانو لپاره د ښوونځي نه موجودیت، د پولیسو له لوري ځور او نیول کېدل دي. په تېر یوه کال کې د ځان‌وژنې پنځه پېښې شوې دي؛ د کېسونو بهیر ډېر پڅ دی؛ خلک له انتظاره ستړي دي.»

«زموږ ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي او هېوادونو هغه څه نه‌دي کړي چې باید کړي یې وای. خلک لا هم په تمه دي او د دې ترڅنګ، ځوانانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې نه‌دي او د ټولو افغانانو ویزې ختمې شوې دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، اوس ۱.۳ میلیونه ثبت شوي افغان‌ کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، خو د تېر کال له تلې میاشتې راهیسې زرګونه افغان ‌کډوال چې قانوني سندونه یې نه لرل، له دغه هېواد څخه په زوره را اېستل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام