Asset 1SWN

سلام وطندار

حبیب‌الله بدر: زندانونو کې د شکنجې اوازې حقیقت نه‌لري

20241120_121835

د زندانونو چارو سمون ادارې نظامي مرستيال حبيب الله بدر وايي، ځينې استخباراتي کړۍ داسې اوازې خپروي چې ګواکې د هېواد په زندانونو کې بندیان شکنجه کېږي، حقیقت نه‌لري.

د زندانونو چارو سمون ادارې مسوولان وايي چې د هېواد زندانونو کې چا ته اجازه نشته چې بنديانو ته سزا ورکړي او يا يې هم شکنجه شي.
يادې څرګندونې د زندانونو چارو سمون ادارې نظامي مرستيال حبيب‌الله بدر «چهارشنبه، لړم، ۳۰مه» پکتيا عمومي محبس کې د ۵۱ زندانيانو له ديني او حرفوي زده‌کړو فراغت غونډې کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چېځينې استخباراتي کړۍ داسې اوازې خپروي چې د هېواد په زندانونو کې بنديانو ته بېلابېل ډول شکنجې ورکول کېږي، چې په وینا یې، هېڅ ډول حقيقت نه‌لري.

هغه زياته کړه: «د زندانانو چارو سمون اداره هيچا ته هم اجازه نه ورکوي، په زندانو کې چا ته تعزير، سزا يا شکنجه ورکړي. هغه که هر څوک وي، په ټول افغانستان کې مو همدا هدايت ورته کړی. ځينې استخباراتي کړۍ د ولس په ذهنو کې داسې وراچوي چې ګواکې په زندانو کې وهل دي، برق شاټونه دي او يا نورې شکنجې؛ دوی دا اوسنی حالت په افغانانو نه لورېږي.»

ورته مهال د پکتيا محبس رییس مولوي سهيل سعيد بیا دې غونډې ته وويل چې په زندان کې بنديانو ته د ديني او عصري زده‌کړو ترڅنګ بيلابيل ډول حرفوي زده کړو زمينه هم برابره کړې.

په ورته مهال زندانيان هم خوښ دي چې ورته د ديني او عصري زده‌کړو زمينه برابره شوې. د بنديانو په استازيتوب رحمان‌الله وويل چې زندان کې ټولو بنديانو ته د ديني او عصري زده‌کړو ترڅنګ د خياطي، نجاري، او کمپيوټر جوړونې زده‌کړې، ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه له محاکمو وغوښتل چې د هغو کسانو د قيد مودې دې راکمې کړي چې له زده‌کړو فارغېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام