د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم زابل ته د خپل سفر پرمهال یوې غونډې ته ویلي چې د ا.ا په راتګ سره پوهنتون او محصل ته په واقعي توګه کار شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې یاد ولایت کې د مېرویسخان نیکه د لوړو زدهکړو موسسې له لوري په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د سرپرست حکومت له لوري د لوړو زدهکړو معیاري کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې کار روان دی.
هغه له زدهکړیالانو غوښتنه وکړه چې ځانونه په اسلامي پوهه سمبال او په مسلکي توګه ځانونه وروزي، څو ټولنه ښه مسلکي ډاکټران او انجینیران ولري.
په دغه غونډه کې یوشمېر نور چارواکو هم د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست له دې وړاندې هم یوشمېر نورو ولایتونو ته د خپل سفر پرمهال هېواد کې د لوړو زدهکړو معیاري کولو لپاره د هڅو ډاډ ورکړی دی.