د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ترڅنګ، د دواړو هېوادونو له لوري د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د ټرمپ له بریا وروسته د لومړي ځل لپاره پوتین د هغه په اړه وینا کې هغې پېښې ته اشاره کړې چې، د ټاکنیز کمپاین پرمهال د نوموړي د ترور هڅه وشوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پوتین ویلي، ټرمپ د یوه رښتیني کس په توګه د پېښې پرمهال چلن وکړ او په وینا یې، د کمپاین پرمهال د اوکراین او روسیې په اړه د ټرمپ څرګندونې د پام وړ دي.
پوتین په یوې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل: «له دې فرصت په استفادې هغه ته «ډونالډ ټرمپ» ته د بریا مبارکي وایم او نوموړي چې د کمپاین پرمهال د اوکراین ناورین پای ته رسولو او روسیې سره د اړیکو بیارغونې په اړه څرګندونې کړي، زما په اند د پام وړ دي.»
ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو منډوترړو پرمهال ژمنه کړې وه چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې به اوکراین کې سوله ټينګه کړي.