د سوریې بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد پر پلازمېنه د اسراییلو د هوايي بریدونو پرمهال دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
برید د پلازمېنې دمشق په سوېل کې دوشنبه، نومبر څلورمه ماښام ۵:۱۶ بجې شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سوریې ثنا خبري اژانس د یوه پوځي چارواکي له قوله ویلي چې برید دوشنبه، نومبر څلورمه شوی چې اسراییلو جنګي الوتکو ملکیان په نښه کړي دي.
برید ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت پر ملکیانو برید جنایت بللی او پر ملګروملتونو یې، غږ کړی چې د اسراییلو د بریدونو مخنیوي ونیسي او په دې تړاو کوټلي ګامونه واخلي.
اسراییلو له دې وړاندې هم دغه هېواد کې د ایران له ملاتړ برخمنو ډلو باندې بریدونه کړي چې تر ډېره ملکیان په نښه کېږي.