د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په همکارۍ به ۸۹ ماشومان چې سوځېدلي او د هډوکو میکروب لري، جرمني ته د درملنې لپاره ولېږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د هغو ۷۴ ماشومانو له ډلې چې له دې وړاندې جرمني ته د درملنې لپاره لېږل شوي، ۴۶ به یې، د روانې اوونۍ په پای کې له درملنې وروسته کابل ته راستانه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «اوس مهال المان کې ۷۴ ماشومان تر درملنې لاندې دي چې له ډلې یې، ۴۶ کسان پجشنبه، کابل ته راوګرځي او پر همدې ورځ به ۸۹ کسان هم المان ته ولېږدول شي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو په وینا، افغانستان کې د سختو سوځېدلو او د هډوکو د میکروب د ناروغانو شمېر ډېر دی چې د جرمني د سولې کلي خیریه موسسې لهخوا د دغو ناروغانو درملنه زیاته شي.
په ورته وخت کې د المان د سولې د کلي بنسټ مشرې کلاویا وايي چې دغه اداره هڅه کوي، په المان کې د ماشومانو د ښې درملنې زمینه برابره کړي. «موږ هڅه کوو چې ستاسو د ماشومانو په سمه توګه المان کې درملنه وشي او له درملنې وروسته بېرته خپلې کورنۍ سره یوځای شي.»
بل خوا د هغو ماشومانو چې سخت سوځېدلي او یا د هډوکو په میکروب اخته دي د کورنۍ غړي وايي، په افغانستان کې د دوی د ماشومانو درملنه ممکنه نهده او له همدې امله جرمني ته استول کېږي.
د میدان وردګ اوسېدونکی اسدالله چې لور یې د هډوکو په میکروب اخته ده، وايي: «میدانوردګ ولایتي روغتون ته لاړم، درملنه یې، ونهشوه او د ماشوم روغتیا روغتون ته یوه ډاکټر معرفي کړو او دې روغتون کې دوه میاشتې بستر و او وروسته یوه ډاکټر مشوره راکړه چې دا ماشوم باید هند یا المان ته واستول شي.»
د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ترمنځ د ګډ تفاهم پر بنسټ له ۱۹۸۸ کال راهیسې په جرمني کې د ۴۹۲۰ تنو په مختلفو ناروغیو اخته ناروغانو درملنه شوې ده.