Asset 1SWN

سلام وطندار

مجاهد: د برېکس غړي هېوادونه دې د سیمې پر اقتصادي موضوعاتو تمرکز ولري

ARG-ارګ

د چین، روسیې، هند او د برېکس د نورو غړو هېوادونو مشرانو د روسیې په کازان ښار کې د دغه سازمان د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او پر ا.ا یې غږ کړی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز لرې کړي.

سرپرست حکومت د برېکس په غونډه کې د افغانستان په اړه د بحث هرکلی کوي، خو زیاتوي چې د برېکس غړي هېوادونه باید د سیمې  پر اقتصادي موضوعاتو تمرکز وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو د لرې‌کولو په اړه د برېکس د غړو هېوادونو غوښتنې ته په غبرګون کې وویل چې د افغانستان کورني مسایل د حل لاره لري او په تړاو یې، هڅې روانې دي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د افغانستان کورني مسایل حل لاره لري، تر یوه بریده موضوعات حل شوي او هغه موضوعات چې پاتې دي، اسلامي امارت یې، حل ته هڅې کوي، خو غوښتنه مو دا ده چې د برېکس غړي هېوادونه د سیمې پر اقتصادي موضوعاتو فوکس ولري.»

مجاهد د افغانستان اقتصادي زېرمو ته په اشارې سره وایي، افغانستان کې ثبات د سیمې پر وضعیت هم مثبت اغېز لري. هغه زیاتوي چې افغانستان غواړي سیمه کې د خپل اقتصادي ظرفیت له امله برېکس کې زیات رول ولري.

هغه وویل: «په ټوله کې موږ د برېکس سازمان غونډه او اعلامیې مثبتې بولوو، افغانستان هم د سیمې یوه مهم هېواد په توګه چې د سیمې اتصال کې ونډه لري، غواړي چې دې سازمان کې رول ولري، دا چې د افغانستان پر محور وه او خبرې شوي، ښه خبره ده.»

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو یوشمېرکارپوهان په دې باور دي چې د برېکس د غړیو هېوادونو غوښتنې عملي بڼه نه‌لري.

د چاروکارپوه ولي فروزان وویل: «اسلامي امارت تراوسه د دې سوابق نه‌لري چې د فشار تر اغېزو لاندې دې نه‌وي راغلی او پالیسي چې لري، له انعطاف پرته یې، عملي کوي؛ د همدې لپاره فکر نکوم چې د برېکس غړي هېوادونو غوښتنې کوم بدلون راولي.»

اجمل زرمتي هم وویل: «برېکس د ملګروملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو په څېر اجراییوي سکرتریت نه‌لري چې هره پرېکړه وکړي او عملي یې، کړي او بله دا چې د یاد سازمان غړیو ترمنځ واحد نظر شتون نه‌لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د برېکس سرمشریزه تر ډیره د دغه سازمان د غړو هېوادونو د اقتصادي تګ‌لارو د همغږۍ په موخه جوړه شوې او د برېکس له نوې غونډې مخکې اسلامي امارت هم دغه غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې وه؛ خو دا غوښتنه ونه‌منل شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام