Asset 1SWN

سلام وطندار

سوباجي: ترکي سریالونه ۱میلیارډ لیدونکي او ۱۱۰ هېوادونه کې خپرېږي

029DEADF-BB6A-4CFD-BF60-E616D73019FA

د ترکیې ملي راډیو ټلوېزیون مشر وايي چې د دغه هېواد تولید شوي سریالونه پر ۵۰ بېلابېلو ژبو دوبله شوي او د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې د ټلوېزیونونو او نورو خپرېدونکو شبکو له لوري خپرېږي.

د ترکیې ملي راډیو ټلوېزیون مشر محمدزاهد سوباجي دغه څرګندونې ترکیه کې د اسیا ارام-سمندر د خپرونې اتحادیې د ۶۰مې کلیزې په نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سوباجي په دغه غونډه کې همداراز ادعا کړې چې د ترکي سریالونه او ډرامې، شاوخوا یو میلیارډ لیدونکي لري.

نوموړي وویل: «زموږ هېواد کې تولید شوي تلویزیوني ډرامې په ټوله نړۍ کې نږدې یو میلیارد خلکو ته رسیږي. موږ د تلویزیون سریالونو صنعت کې هم مخکښ یوو.»

هغه زیاته کړه: «د ټيا‌ر‌ټي له لوري تولید شوي سریالونه په ۱۱۰ هېوادونو کې د څه باندې ۵۰ ژبو سره ژباړل کېږي او خپرېږي.»

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دا مهال پر ټلوېزیونونو د ترکیې مشهور سریال «عثمان» خپرېږي چې د عثماني خلافت پر دورې راڅرخي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سریال افغانستان کې هم ګڼ مینه‌وال لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام