Asset 1SWN

سلام وطندار

د بادغیس-فاریاب پر لاره د وسله‌والو غلو برید کې ۱۰ کسان مړه او ټپیان شوي

حمله_ی-دزدان-تفنگ_دار-در-مسیر-فاریاب_بادغیس-qvqkfozv5e4fpzg24lpyc1uppig8zunt8wh46pxdhk

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت او بادغیس ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د وسله‌‌والو غلو د برید له امله پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند عبدالله مرادي رسنیو ته ویلي، پېښه پنج‌شنبه، تلې ۲۶مه هغه مهال رامنځته شوې چې یادو وسله‌‌والو غلو پر یوه پلانکوچ موټر برید وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، وسله‌والو غلو د فاریاب پر لاره “اق کوتل” سیمه کې د دغه موټر مخه نیولې او وروسته موټر کې د اسلامي امارت ناستو دوو سرتېرو سره په نښته شوي دي.

دغه نښته کې د دغو دوو کسانو او یوې ښځې په ګډون ۵ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

عبدالله مرادي زیاتوي چې د پېښې ټپیان د فاریاب ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د ټپیانو روغتیايي وضعیت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مرادي په وینا، دا یوه جنايي پېښه ده او په دې تړاو څېړنې دوام لري. ویل کېږي د یادې پېښې ټول وژل شوي کسان د بادغیس اوسېدونکي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام