د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د دغه وزارت د ستر سلاکار وحیدالله حلیمي په مشري یو پلاوی د چین په رسمي بلنه بېجینګ ته تللی دی.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان سلاموطندار ته وویل، ټاکل شوې دغه پلاوی د کانونو د استخراج په اړه په یوه لویه غونډه کې ګډون وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل: «دغه پلاوی د کانونو سرچینو استخراج او د غوره راتلونکې لپاره د معدني همکاریو د ترویج نندارتون کې د ګډون لپاره دوشنبه چین ته تللي دي. ټاکل شوې چې دې کنفرانس کې د څه باندې ۷۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي او د کانونو بېلابېلو برخو کې بحث او خبرې وکړي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال چینايي شرکتونو د لوګر د عینک میسو، د امو دریا د نفتي حوزې او د تخار د سرو زرو په کانونو کې پانګونه کړې.
بلخوا د چارو یوشمېر شنونکي له چین سره د افغانستان د کانونو د تړون په اړه اندېښنې لري. دوی وايي، د قراردادونو پر بنسټ باید له چینايي شرکتونو څخه د افغانستان د کانونو د پروسس لپاره ماشینالات هېواد ته وارد شي.
د سیاسي چارو کارپوه محمدزلمی افغانیار پوپل وايي: «چین سره د افغانستان د کانونو استخراج او تړونونو برخه کې باید له احتیاط کار واخیستل شي، که هغوی کانونه غواړي، پروسس باید افغانستان کې وشي، ځکه اوس د استثمار نوې بڼه اقتصادي استثمار دی؛ چین، ایران او پاکستان تر خپلې ولکې لاندې راوستي او غواړي افغانستان کې هم ورته پروګرام جوړ کړي.»
د دې ټولو ترڅنګ، د چارو یوشمېر نور کارپوهان وايي، دامهال د افغانستان کانونه او له چین سره یې قرارداد کول، د کابل او پکن ترمنځ اړیکو کې اساسي مسله ده.
د نړیوالو اړیکو کارپوه مجددالدین خراساني په دې باور دی چې له چین سره د کانونو د استخراج قرارداد د اقتصادي ګټو ترڅنګ، د امنیت په برخه کې هم مثبت اغېز لري. «که افغانستان کې د چین ډيپلوماټیک او اقتصادي شتون وي، د افغانستان او سیمې امنیتي وضعیت باندې به اغېز هم ولري او قراردادونه به د اقتصادي اهمیت ترڅنګ امنیت هم اغېزمن کړي.»
د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، چین له هغو هېوادونو دی چې له کابل سره د اړیکو پیاوړتیا او افغانستان کې پر کانونو پانګونې ته یې ډېره لېوالتیا ښوولې ده.