Asset 1SWN

لوګر کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق پرانېستل شو

لوګر پوهنې ریاست

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې یې په مرکز پل‌علم کې ښوونکو ته د کوچنیو پورونو ورکولو صندوق پرانېستلی دی.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب سلام‌وطندار ته وویل، پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره په لوګر کې د بې‌وزله ښوونکو د لاسنیوي په موخه د پورونو ورکولو صندوق پرانېستلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه چې پوهنې وزارت پرانېستل شوي صندوق ته د لومړي ځل لپاره څلور میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې او په روان مالي کال کې به شاوخوا ۲۵۰ مستحقو ښوونکو ته د پور په ډول ورکړل شي.

نوموړي ټينګار وکړ چې هر ښوونکي ته د خدمت مودې په پام کې نیولو سره له ۱۲زرو نیولې تر ۲۴ زره افغانیو کوچني پورونه ورکړل شي.

د ده په وینا، له یاد صندوق پرانېستلو څخه یې موخه د بې‌وزله ښوونکو لاسنیوی او ملاتړ کول دي.

بل‌خوا د بره‌کي برک ولسوالي یوه ښوونکي وحیدالله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د اقتصادي پياوړتیا لپاره د پورونو ورکړې صندوق پرانېستل شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د یاد صندوق د څارنې او مدیریت لپاره دې داسې کسان وګمارل شي چې ښوونکو ته په شفافه توګه پورونه ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل دی چې په لوګر کې ښوونکو ته د پورونو ورکړې صندوق پرانېستل شوی او د چارواکو په وینا، که دغه چاره بریالۍ شوه، نورو ولایتونو ته به یې هم وغځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام