Asset 1SWN

سلام وطندار

بلوچستان کې د برید پرمهال د افغانانو په ګډون ۲۰ کارګر وژل شوي

2177131848

د پاکستان د بلوچستان ایالت په دوکۍ ولسوالي کې د ډبرو سکرو کان پر کارګرو برید کړی چې له امله یې، شل کارګر وژل شوي دي.

د دوکۍ ولسوالي چارواکي وايي چې برید بېګاه شپه ۱۲ بجې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري شوی چې په‌کې یوشمېر نور کارګر ټپیان شوي هم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. وژل شوي د د دوکۍ ولسوالي د ډبرو سکرو کانونو کارګر دي چې ګڼ‌شمېر یې، ځوانان دي.

سیمه کې یوه پولیس چارواکي همایون ناصر رسنیو ته وویل چې وژل شوي د افغانستان او بلوچستان اړوند سیمو اوسېدونکي دي. قلعه‌سیف‌الله، ژوب، موسی‌خېل، کچلاغ، پښین، لورالايي او د نورو سیمو کارګر هم په وژل شویو کې شامل دي.

د نوموړي په وینا، پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي او د ډبرو سکرو اړوند ماشینونه هم سوځول شوي دي. په خپرو شویو راپورونو کې دا نه‌دي ویل شوي چې دې پېښه کې د افغانستان د کومې سیمې اوسېدونکي وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

تراوسه کوم چا یا ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بلوچستان دوکۍ ولسوالي له کوټې شاوخوا ۲۲۵ کیلومټره لرې پرته ولسوالي ده چې د ډبرو سکرو پراخ کانونه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام