Asset 1SWN

پکتیکا کې په ۳میلیونه افغانۍ يتيمو او بې‌سرپرسته کورنيو ته ۲۰ کورونه جوړ شول

زز

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري یتیمو او بې‌سرپرسته کورنیو ته د هستوګنې ۲۰ کورونه جوړ  او سپارل شوي دي.

دغه کورونه د یاد ولایت په خوشامند ولسوالي کې د «المواسات خیریه بنسټ» له لوري جوړ شوي چې د ولايتي مسوولانو  له‌خوا بې‌سرپرسته او یتیمو کورنیو ته وسپارل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيکا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولان وايي، دغه یتیمې او بې‌سرپرسته کورنۍ چې خپله سرپناه يې نه‌درلوده، د يوې سروې له مخې، په نښه شوي او کورونه ورته جوړ شوي دي.

د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رییس مولوي خان محمداحمد وويل چې هر کور دوه خونې، اشپزخانه، دوه تشنابونه لري او پاکې اوبه هم ورته برابرې شوې دي.

د المواسات خيريه بنسټ استازي محمدنظير يوسفي وويل چې د يادو کورونو چارې تېر کال پيل شوې وې چې تېره ورځ بشپړې بې‌سرپرسته او يتيمو ماشومانو ته وسپارل شول.

هغه همداشان زیاته کړه چې په يادو کورونو باندې شاوخوا درې میلیونه افغانی لګښت شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغ یتیمې او بې‌سرپرسته کورنۍ چې دغه کورونه ورته جوړ شوي، خوښي څرګندوني او وايي، تر دې وړاندې يې کورونه نه درلودل او په پرديو کورونو کې به يې، د کورنۍ له نورو غړیو سره د ژوند شپې او ورځې سبا کولې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام