Asset 1SWN

سلام وطندار

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ «د ټولیزو رسنیو قانون دې وروستی شي»

یوشمېر افغان خبریالان او د ځینو رسنیو مسوولان اطلاعاتو ته د ټولیز لاسرسي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د ټولیزو رسنیو قانون وروستی کړي.

دوی د افغان خبریالان د خوندیتوب کمېټه کې د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال وویل چې ورځ تر بلې اطلاعاتو ته لاسرسی کمېږي او په وینا یې، د قانون نشتوالي حکومتي مسوولان او خبریالان له نه‌ همغږۍ او ناڅرګند وضعیت سره مخامخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کابل کې د دوو تصویري رسنیو مسوولانو مجیب‌الرحمان بهیر او ذبېح‌الله سادات له سرپرست حکومته وغوښتل چې ژرترژره د ټولیزو رسنیو قانون وروستی او نافذ کړي. دوی زیاته کړه:

«اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون باید وروستی شي، څو د خبریالانو او مسوولانو لپاره کاري چوکاټ په ګوته شي. بې‌باوري باید ختمه شي او مسوولان دې د خبریالانو ستونزې حل کړي.»

«کله چې اطلاعاتي تشه وي، لار‌ورکوونکي اطلاعات یې ځای نیسي. له مسوولانو غواړو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.»

په کابل کې د یوې تصویري رسنۍ خبریال علي‌اکبر احمدي هم شکایت کوي چې د یوشمېر ادارو مسوولان د اطلاعاتو ‌شریکولو په برخه کې همکاري نه کوي.

نوموړی د دې ستونزې پر حل ټینګار کوي او وايي: «موږ څرنګه چې باید اطلاعاتو ته لاسرسی ولرو، نه یې لرو. ډېری ویندویان خبریالانو ته اطلاعات نه ورکوي. حکومت دې موږ ته شعار نه راکوي، په عملي توګه دې له موږ سره کار وکړي.»

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست مسوول رحمت‌الله نړیوال هم د اطلاعاتو شریکولو په برخه کې ځینې محدودیتونه مني او وايي، دغه وزارت په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ستونزو حل ته ژمن دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د دغه سازمان په ۷۴یمه غونډه کې د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي د ارزښت په رسمیت پېژندلو لپاره اطلاعاتو ته د ټولیز لاسرسي نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام