Asset 1SWN

سلام وطندار

امنیتي ګواښونه؛ د ایران مذهبي مشر خوندي ځای ته لېږدول شوی

????? ?? ????? ??????? ???? ?????????? ???????????????

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د سیدعلي خامنه‌ای د لېږد پرمهال شدید امنیتي تدابیر هم نیول شوي و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رویټرز په راپور کې راغلي چې ایران د سیدحسن نصرالله له وژنې وروسته د راتلونکي ګام د پورته کولو لپاره له خپلو نیابتي ډلو سره په اړیکه کې دی.

اسراییلو ادعا کړې چې د لبنان پلازمېنې بیروت په سوېل کې یې، د حزب‌الله ډلې مشر سیدحسن نصرالله وژلی دی.

اسراییلو همداراز ویلي چې د حزب‌الله ډلې د مشر سربېره، د یادې ډلې د سوېلي برخې قومندان علي کرکي او یوشمېر نور قومندانان هم په شویو هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حزب‌الله تراوسه د حسن نصرالله د وژنې په تړاو څه نه‌دي ویلي. نصرالله له شاوخوا ۳۲ کلونو راهیسې د ایران له ملاتړ برخمنې حزب‌الله ډلې مشري پر غاړه لرله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام