Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې په پنځه میلیونه افغانۍ د اوبو شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

40e0dc1e-8bcf-446b-9625-90f45415126a

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د پنځو میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د مسوولانو په وینا، د اوبو دغه ذخیزه چې ۱۱۰۰۰ مټره اوږدوالی لري، د یاد ولایت په سرخ‌پارسا ولسوالي کې جوړه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق نن پنج‌شنبه، تلې پنځمه سلام‌وطندار ته وویل چې د اوبو یاده شبکه ۱۱۰۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره ژوروالی لري چې ترڅنګ یې، ۲۵ لمریزې دړې، او کور په کور ۳۲۱ نلکې غځول شوې دي.

د نوموړي په وینا، د یادې شبکې ټول لګښت د «دانېدا ډاکار» له لوري ورکړل شوی او د سرخ‌پارسا ولسوالي په دم‌جوی کلي کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

چارواکي همداراز وايي، د یادې شبکې د جوړېدو پرمهال سلګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې وه او سلګونه کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام