د ملګروملتونو له لوري د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت پر نوي قانون د نیوکو ترڅنګ، د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د دغه قانون پر پليکېدو ټینګار کړی.
د اسلامي امارت مشر کندوز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له محلي چارواکو او دیني عالمانو سره کتنه کې ویلي، په هېڅ صورت نهغواړي چې د شریعت پر سر معامله وکړي.
نوموړي افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د لوېديځو هېوادونو پر تګلارې هم نيوکه کړې. د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده د خپلو خبرو په یوه برخه کې چې د ارګ پر اېکسپاڼه خپره شوې، زیاته کړې: «امربالمعروف او نهېعنالمنکر د اسلامي نظام اصلی دنده ده او د شریعت خلاف کړنو مخنیوی دی او دا د مجاهدینو لویه دنده ده.»
ملګرو ملتونو د دوشنبې پر ورځ د افغان ښځو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته ویلي، د امربالمعروف او نهېعنالمنکر وزارت د قانون پليکېدل او د ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت د سیاستونو دوام د افغانستان د انزوا لامل کېدای شي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان د بشري حقونو مسلې په اړه د ملګروملتونو پر چلند نیوکه کوي او وایي، له دغې مسلې څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.
د سیاسي چارو کارپوه محمدزلمي اففانیار پوپل وویل: «د اسلامي حکومتولۍ برخه کې مهم اصل د شریعت او اسلامي فرامینو پليکول دي چې سرپرست حکومت پرې تایید کوي، خو دا چې نړۍ سره باید تعامل ولرو، دا تعامل باید د ملي ګټو خوندیتوب پر محور وي، نه د سیاسي ګټو. که نړۍ د افغانستان اړه اندېښنه ښيي، نو غزه کې د خلکو وضعیت په اړه څه پیام لري.؟»
د یادونې ده چې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ، افغانان هم له اسلامي امارته تمه لري چې د ښځو په ځانګړې توګه د نجونو د زدهکړې په اړه خپله تګلاره بدله کړي او نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.