Asset 1SWN

افغانستان نن سوېلي‌افریقا سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي

460805358_1069489845181080_619863868676278284_n

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن یکشنبه، تلې لومړۍ نېټه د سوېلي‌افریقا لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مازدیګر د افغانستان پر وخت ۴:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان  له سوېلي‌افریقا د درېوو ورځنیو روانه لوبلړۍ ۲ـ۰ ګټلې ده. افغان لوبډلې لومړۍ لوبه کې سوېلي‌افریقا ته په څلور وېکټو او دویمه سیالي کې د ۱۷۷ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له سوېلي‌افریقا سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي. افغانستان له دې لوبلړۍ وړاندې له سوېلي‌افریقا سره یواې دوه لوبې کړې وې چې دواړه سوېلي‌افریقا ګټلې وې.

په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان لپاره د توپ‌وهنې برخه کې عظمت‌الله عمرزي دوو لوبو کې ۱۱۱ منډې او رحمن‌الله ګربز هم  ۱۰۵ منډې جوړې کړې دي.

په شویو دوو لوبو کې بیا راشدخان د افغانستان لپاره ۷ وېکټې او ننګیال خروټي هم دوو لوبو کې څلور وېکټې ترلاسه کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د درې غوره توپ‌وهونکو او توپ‌اچوونکو په نوملړ کې بیا د سوېلي‌‌‌افریقا کوم لوبغاړی نه تر سترګو کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام