Asset 1SWN

د غلام‌خان لارې بندېدل؛ سوداګر د میلیونونه افغانیو زیان سره مخ دي

IMG-20240921-WA0016

خوست کې د غلام‌خان بندر د کمېساري مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله دغه لار له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې.

د غلام‌خان بندر کمېسار مولوي بهايي‌‌جان بلال «شنبه، وږي ۳۱مه» سلام‌وطندار ته وویل چې لاره د وړمې شپې جګړې له کبله تړل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دواړو لوریو ته له توکو بار لسګونه موټر ولاړ دي او په وینا یې، ځینې هغه موټر چې توکي یې، د خرابېدو په حال وو، د پکتیا ډنډپټان ته لېږدول شوې دي.

بلال ټينګار وکړ چې د یادې لارې بېرته پرانېستلو لپاره هڅې روانې دي. «لاره بنده ده، خو وضعیت اوس ارام دی. ډېر موټر واپس شول ډنډپټان لارې ته چې مېوه او سبزي په‌کې وه. نن هڅه کوو چې يو حل ورته پيدا کړو.»

د خوست سوداګرۍ خونې مشر نواب امیرزي هم وويل چې د لارې په تړل‌کېدو سره لسګونه موټر ولاړ دي. امیرزی غوښتنه کوي چې پاکستان او افغانستان دې سوداګرۍ ته پام وکړي او تجارت دې د سياست نه‌قرباني کوي.

هغه وویل: «دا په ميليونونه افغانی تاوان دی. هغه موټرو ته چې پرون ورځ موږ انوايس ورکړ چې شمېر يې، ۱۸۵ کېږي، دا له انګورو، وچوو مېوو او سبزيجاتو ډک وو، نو که هر موټر په پنځه لکه افغانۍ حساب شي، نو دا په ميليونونه افغانۍ کېږي. په وارداتي توکو هم هغه موټر چې له صفري نقطې راتېر شوي، بايد نظامي مسوولان ورته د راوښتو اجازه ورکړي.»

بل‌خوا یوشمېر موټرچلوونکي وايي، د لارې تړل‌کېدو له امله په ستونزه کې دي. یوه موټرچلوونکي ولي ځاځي سلام‌وطندار ته وويل، په ډېری موټرو کې چې رومیان بار وو، خراب شوي او ځينې هغه د پکتيا ډنډپټان لارې ته ستانه شوي دي.

هغه وویل: «دلته بيخي زيات تاوان خلکو ته اوښتی، د بانجانو موټر، خو بيخي زيات وو، خراب شوي هم وو، ځينې بېرته پټان لارې ته ستانه شول، خو د پيازو به اوس هم تر ۱۵۰ موټر ولاړ وي.»

یوه بل موټرچلوونکي ظاهرشاه منګل هم وويل: «ما له کندهار څخه کشميش را بار کړي، دا چې په څلورو يا پنځو ورځو کې وا‌نه‌وړي، نو ټول ټيلر خرابيږي، نو دا يو موټر ديرش لکه ان څلوېښت لکه افغانۍ قيمت لري، نو تجاران زيات زيان سره مخ دي.»

د غلام‌خان کمېساري د مسوولانو د معلوماتو له مخې، ياده لاره له هغه وروسته وټړل شوه چې تېره پنج‌شنبه، وږي ۲۹مه، د پاکستان او افغان  ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې نښته کې د اوښتو تلفاتو په اړه تراوسه معلومات نه‌دي‌، خپاره شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام