Asset 1SWN

کارپوهان: د منځنۍ اسیا هېوادونه د اقتصادي لاملونو لپاره نړۍ سره د ا.ا تعامل غواړي

Germany-CA-Summit_17-Sep-2024

د منځنۍ اسیا د یو‌شمېر هېوادونو او جرمني مشران په قزاقستان کې د یوې غونډې پرمهال د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

یاده غونډه چې سه‌شنبه، وږي ۲۷مه شوې، په خبرپاڼه کې یې، له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار شوى دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له دغې غونډې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې د ترکمنستان، اوزبیکستان او قزاقستان مشرانو له نړۍ په ځانګړې ډول له المان څځه غوښتنه کړې چې له سرپرست حکومت سره په خپلو اړیکو کې نرمښت راولي.

د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان په یوه سوله‌ییز هېواد او ارزښتناکه اقتصادي شریک بدل کړي.

خو د چارو یوشمېر کارپوهان بیا وايي، دغه هېوادونه هڅه کوي چې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره افغانستان کې د روان وضعیت ملاتړ وکړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وویل: «د مرکزي اسیا هېوادونه چې کوم کانونه او سرچېنې په واک لري، غواړي چې نړیوال بازار ته یې وړاندې کړي او افغانستان یې لنډه لاره ده. دوی غواړي چې افغانستان کې باید امنیت وي او یو موټی حکومت وي.»

د سیاسي چاروکارپوه عتیق‌الله متین بیا وویل: «افغانستان له سوداګرۍ او ټرانزیټ اړخه یوه ستراتیژیکه نکته ده او مرکزي اسیا هېوادونو لپاره ارزښت لري. دا ارزښت مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي. که افغانستان کې امنیت وي، دا هېوادونه له افغانستان ګټه کوي او ناامني یې په زیان ده.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتس ویلي، هېواد یې د افغانستان د روان سیاسي وضعیت له امله له اسلامي امارت سره تعامل ته چمتو نه‌دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام