Asset 1SWN

افغانستان کې جنګي‌جنایتونه؛ اسټرالیا له خپلو پوځيانو مډالونه بېرته اخلي

98d92df99d16cab75ec3d0dbcf66ea6c

د اسټرالیا دفاع وزارت وايي چې افغانستان کې پر جنګي جرمنو تورنو يوشمېر لوړپوړو پوځي افسرانو څخه د خدمت‌کولو لپاره ورکړل شوي، عالي مډالونه بېرته اخلي.

دغه اعلان وروسته له هغه کېږي چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د پلټنو یوه راپور کې داسې شواهد موندل شوي چې اسټرالیايي ځواکونه پر جنایتونو تورن پېژندل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د۲۰۲۰بریټن راپور کې معتبر شواهد ښيي چې د استرالیا دفاعي ځواک (ADF) پرسونل افغانستان کې د ۳۹ بندیانو او ملکي وګړي په غیرقانوني وژنه کې ښکیل دي.

د یاد هېواد دفاع وزیر ریچارد مارلز پارلمان ته د وینا پرمهال وویل چې دغه پرېکړه یې، د یاد راپور د ۱۴۳ سپارښتنو په پام کې نیولو سره کړې.

هغه وویل: «د دې موضوع په اړه زما پرېکړې د برېټون راپور د موندنو او سپارښتنو سره ورته‌والی لري. د خصوصي حریم د قانونو پر بنسټ او ښکېلو کسانو ته د ژمنتیا لپاره د دوی افشا او جزییات نه‌‌شم خپرولی.»

که څه هم  مارلز د هغو افسرانو نومونه او شمېر په ډاګه نه‌کړ چې د دوی مډالونه به ترې اخیستل کېږي، خو سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې له لسو افسرانو به دغه مډالونه واخیستل شي.

مارلز دا هم وویل چې د ځانګړي پلټونکي دفتر د «اسټرالیا ځواګړوځواکونو» د ځینې پرسونل محاکمه کولو احتمال په لټه کې دی، خو په وینا یې، دا څېړنې به «کلونه وخت ونیسي چې بشپړ شي.»

د اسټرالیا دفاع وزارت همداراز پارلمان ته د وینا پرمهال وویل، که څه هم د یو‌شمېر کمو ځانګړو ځواکونو ادعا شوې کړنې د «ملي شرم» سرچینه ده، خو په وینا یې، ۲۶۰۰۰ پوځیانو افغانستان کې خدمت کړی دی.

هغه وویل: «د څو کسانو له کړنو پرته، دوی خپل خدمتونه په مسلکي، رښتینولي او په سمه توګه ترسره کړي دي. دوی باید د خپلې ونډې له امله ویاړ وکړي او موږ هم پر دوی ویاړوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېر میلادي کال په مارچ میاشت کې د اسټرالیا ځانګړو هوايي ځواکونو یو سرتېری د یوه افغان ملکي وګړي پر وژنه تورن وپېژند شو او لومړنی سرتېری و چې د جنګي جرمونو پورې تړلي، وژنه باندې تورنېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام