Asset 1SWN

د افغانستان او ترکمنستان د څلورو ګډو پروژو چارې پیلېږي

Foreign-Ministry-meeting-123-qtsz33azfx8zqj8ekurp8c9ddob4mla4kyt8n5ebns

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې ورځ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فایبر، ټاپي او اورګاډي پټلۍ پروژو د پرانېستلو لپاره د جوړ شوي کمېسیون لومړنۍ غونډه وکړه. د معلوماتو له مخې، دا پروژې به په راتلونکو څو ورځو کې پرانېستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، په دې ناسته کې چې د دغه وزارت په ګډون، د دفاع، کانونو او پټرولیم، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او ځینو نورو وزارتونو استازیو په‌کې ګډون کړی و، د یاد کمېسیون ګډونوالو او فرعي کمېټو د دغو څلورو پروژو د عملي کار د پیل لپاره پر کړنلارې خبرې کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په هېواد کې د لویو پروژو پیلېدو ته خوشبینه دي او وايي، د دغو پروژو په پیل سره به افغانستان اقتصاد پرمختګ وکړي او یوشمېر خلکو ته به د کار اسانتیاوې برابرې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه ظهور مدبر او د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه احمدفرید عارفي وايي، په هېواد کې د سترو پروژو، په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې په پیل سره به په سیمه او نړۍ کې د افغانستان اقتصادي ځای ثابت شي. دوی زیاتوي:

«د ټاپي پروژې په پیل سره د کال ۴۰۰ میلیونه د ټرانزیټ حق پیدا کوو او افغانستان کې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابرېږي. د خلکو اقتصاد به ښه او د پېر وسه به پیدا کړي.»

«د دغو پروژو پیل په سیمه او نړۍ کې د افغانستان ځای ثابتوي. د یادو پروژ عملي کېدل څلور ځانګړنې لري؛ افغانستان به هغو توکو ته لاسرسی ومومي چې له دې لارې لېږدول کېږي او د ټرانزیټ له حقه به ډېرې پیسې ترلاسه کړي، کار پیدا کوي او په دې سره د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچه ټیټېږي او د پېر وسه پیدا کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د ټاپي پروژې له پلي کېدو سره به افغانستان په کال کې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره ټرانزیيي حق او پنځه میلیارډه متر مکعبه ګاز ترلاسه کړي.

باید وویل شي چې د ټاپي پروژې اوږدوالی ۱۸۴۰ کیلومټره دی او له ترکمنستان څخه ۳۳ میلیارډه متر مکعبه ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. د دې پروژې ټولیز لګښت لس میلیارډه ډالره اټکل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام