Asset 1SWN

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې دوه نوي پوهنځي پرانېستل شول

۱۲۱۲۲۲

 د لوګر محلي چارواکي وایي چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسه کې دوه نوي پوهنځي «کمپیوټرساینس او عامه اداره» پرانېستل شوې.

د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې رییس مولوي ضیاالاحمد صارم جوړې شوې غونډې ته وویل، دامهال د څلورو نورو پوهنځیو ترڅنګ دوه نوي پوهنځي د لوړو زده‌کړو وزارت له منظورۍ وروسته پرانېستل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صارم زیاته کړه، د پخوا په پرتله د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې د پام وړ پرمختګ کړی او زده‌کړیالانو ته اوس، مجهز کتابتون، کمپيوټرلب او لابراتوار څانګې هم پرانېستل شوې دي.

بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌‌پرور وویل، ا.ا ځوانانو ته د لوړو زده‌کړو برابرولو برخه کې خپلې هڅې دوه برابره کړي دي.

نوموړي له زده‌کړیالانو وغوښتل چې د پوهنتون په درسونو ویلو بسنه ونه‌کړي او هڅه وکړي چې په خپلو رشتو کې خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې یوه محصل وحیدالله سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله د دغه ولایت لوړو زده‌کړو موسسې د پام وړ پرمختګ کړی.

نوموړي له لوړو زده‌کړو وزارت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د دغه ولایت لوړو زده‌کړو موسسې ته د پوهنتون ارتقا ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر په لوړو زده‌کړو موسسې کې په ۴ بېلابېلو پوهنځیو کې ۱۲ سوه زده‌کړیالا پر زده‌کړو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام