Asset 1SWN

پکتیا کې په ۴۰۰زره ډالرو د څلور پروژو چارې پيل شوې

f2172b89-47ae-45ab-b763-aeb0c96b694a

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د  ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د څلور رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د ګردېز ښاروالي مسوولانو په وینا، دغه پروژې د ښار په لومړۍ او دویمې ناحیو کې پلې کېږي چې لګښت یې، د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو دفترUNOPS له‌خوا ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د يادو پروژو چارو پيل مراسمو کې د ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وويل چې د UNOPS موسسې له‌خوا سږکال ګردېز ښاروالي سره د ۲۸ پروژو پلې‌کېدو ژمنه شوې چې د څلورو یې، چارې نن چهارشنبه، وږي ۱۴مه پیل شوې.

د ښاروال په وينا، په يادو پروژو کې د ښار لومړۍ او دویمه ناحیو کې د شاوخوا ۱۲۵۰مترو په اوږدوالي د فرعي کوڅو کانګريټ، د پکتيا پوهنتون مخې ته د۱۲۴۰ متره په اوږدوالي د پلي‌تګ لارې او د پوهنتون مخې ته د ۱۲۴۰ متره په اوږدوالي د يوه لښتي جوړېدل شامل دي.

نوموړي وويل:«دا نن پروژو چارې چې پيل شوې دا د «UNOPS» په مالي ملاتړ تطبيق کېږي. يادې موسسې زموږ ښاروالي سره د ۲۸ پروژو تطبيق ژمنه کړې چې د څلورو يې، چارې‌ پيل شوې او نورې به يې هم په نږدې وخت کې پيل شي.»

د ګردېز ښار يوشمېر ښاريان هم د يادو پروژو چارو پيل ته خوښ دي. د ګردېز ښار دویمې ناحيې يوه اوسېدونکي حميدخان وويل چې د ګردېز ښار لپاره په تېر کې هېڅ پاملرنه نه‌ده شوې.

هغه له مسوولانو وغوښتل چې ګردېز ښار اړوند سيمو او کليو کې دې لويې پروژې پلې کړي، څو خلکو ته زياتې اسانتياوې رامنځته شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ګردېز ښاروالي مسوولانو په وینا، د ښار د ښکلا او د داخلي سړکونو د معياري جوړونې برخو کې ورسره يوشمېر نورو موسسو هم د ځينو پروژو د پلي‌کېد ژمنې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام