Asset 1SWN

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۵۱ کسان وژل شوي او ۲۰۰ ټپیان دي

ukraine-war-russia-offensive-1

پر اوکراین د رسویې د دوو بالیستیک توغندیو د برید له امله ۵۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

د اوکراین چارواکو په وینا، برید د پولټاوا ښار کې روغتون او پوځي انسټیټیوټ ودانۍ په نښه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د روسیې په راکیټي برید کې په دومره شمېر اوکراینيان وژل او ټپیان کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له برید وروسته ویلي: «د پوځ د ارتباطاتو انسټیټیوت یوه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او ډېری خلک ترې لاندې شوې دي. ډېر کسان ژوندي ژغورل شوي.»

پولتاوا ښار د پلازمېنې کېیف سوېل‌ختیځ ۳۵۰ کیلومټرۍ کې د دغه هېواد د پلازمېنې او د دویم ستر ښار خارکېف ترمنځ پروت دی چې د روسیې پولې ته نږدې موقعیت لري.

دغه برید داسې مهال کېږي چې د اوکراین ولسمشر له لوېدیځ یو ځل بیا غوښتنه کړې چې اجازه ورکړي، څو د اوکراین خوندیتوب لپاره د روسیې خاوره کې د لري واټن وسلو څخه استفاده وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي وویل: «موږ تل هغو ته ویلي چې نړۍ کې د دې ترور د درولو مخه نیولی شي: د هوايي دفاع سېسټمونه او راکېټونو ته اوکراین کې اړتیا ده، نه په یوه ګدام کې.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام