Asset 1SWN

امریکا: افغانستان کې له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه‌کوو

ARG-ارګ

فاکس‌ نیوز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په خبره راپور ورکړی چې متحده ایالت په هېڅ ډول افغانستان کې له وسله‌والو نښتو ملاتړ نه‌کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند متیو مېلر فاکس‌نیوز ته ویلي، متحده ایالات نه غواړي چې افغانستان د تېرو څلورو لسیزو جګړه‌ییز وضعیت ته ور وګرځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، افغانان هم خپل هېواد کې د جګړې پلوي نه‌دي. سرپرست حکومت هم د افغانستان پر وړاندې د امریکا له دغې تګ‌لارې هرکلی کوي او وايي، د ورته کړن‌لارې غوره کول د ټولو هېوادونو په ګټه دي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل: «دا ښه پرېکړه ده چې په افغانستان کې د وسله‌وال مقاومت ملاتړ نه‌کېږي. له کلونو جګړو وروسته په افغانستان کې ثبات او امنیت رامنځته شوی دی. دا ثبات او امنیت د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی. هېوادونه باید پر دې پوه شي چې بې ثباتي او ناامني د افغانستان په ګټه نه ده، بلکې د ټولو په تاوان ده.»

له دې سره، د چارو کارپوهان په دې باور دي چې هېوادونه د نړۍ په کچه د بحرانونو په ځانګړې توګه غزه او اوکرایین کې د روانې جګړې په دلیل نه غواړي چې افغانستان په یوه تازه ناورین بدل شي. د هغوی په اند نړیوال اوسنیو شرایطو کې په هېڅ وجه افغانستان کې پر جګړې پانګونې ته چمتو نه‌دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتي وویل: «د نړۍ اوسنیو شرایطو کې چې اوکراین کې جګړه روانه ده او منځني‌ختیځ کې وضعیت پېچلی دی. امریکا نه‌غواړي چې افغانستان کې هم یوه جبهه خلاصه شي.»

د چارو کارپوهان د نړۍ دغه تګلاره د هېواد په ګټه بولي او ټینګار کوي چې د افغانستان په تړاو د نړیوالو له دغه لیدلوري باید ښه استفاده وشي.

د سیاسي او نظامي مسایلو کارپوه یوسف امین ځاځي وویل، اوسني وضعیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت متعادله بهرنی او د ولس په غوښتنه کورنی سیاست غوره کړي. «حکومت باید د خپلو خلکو غږ واوري او حقوق یې ورکړي، هغه هیلې او غوښتنې چې له حکومت لري، باید ور یې کړي، موږ او هېواد مو خپلو موخو ته رسوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال افغانستان کې د سرپرست حکومت پر وړاندې له نظامي خوځښت د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام