Asset 1SWN

هلمند کې یوه شرکت په ۳۰۰زره ډالرو د ټکسي خدمات پیل کړل

ټکسي--رنګ

هلمند کې د لومړي ځل لپاره یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت د ۳۰۰ زره امریکايې ډالرو په ارزښت د اطرافي ټیکسي خدمات پیل کړل.

د دغه شرکت مسوولان وايي چې دغه ټکسي په جي‌پي‌اېس سېسټم ترڅنګ د افغانستان ټرافیکي قوانیو سره سم، له ټولو ټرانسپورټي خدماتو برخمنې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا شرکت اوس د هلمند مرکز لښکرګاه ښار څخه د دې ولایت تر یوې لرې‌پرتې  بهرام‌چې ولسوالي پورې، ټکسي خدمات لري، خو پام کې ده چې د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم خپل خدمات وغځوي.

د یاد شرکت مسوول حاجي رحیم سلام‌وطندار ته وویل: «دا موټران افغانستان لاس دي، پلیټ مو ورته جوړ کړی دی. جواز کارټونه مو ورته اخیستي دي. ټکسي لین مو ورته جوړ کړی. ټولو معیاري دې جوړې، رنګ مو ورکړی دی. د ټرافیکو او ټرانسپورټ وازرت اجازه لرو.»

که څه هم تراوسه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې دننه ټکسي خدمات نشته، خو هلمند ټرانسپورټ ریاست وايي چې ډېر ژر به کندهار ته د اطرافي ټکسي خدماتو ترڅنګ په مرکز لښکرګاه ښار کې دننه هم ټکسي خدمات پیل شي.

د دوی په وینا، ټرانسپورټ وزارت هلمند ټرانسپورټ ریاست ته په نوي تشکیل کې د ښاري ټکسي خدماتو لپاره یو نوی مدیریت منظور کړی چې ډېر ژر به خپلې چارې پیل کړي.

د هلمند ټرانسپورټ ریاست رییس مولوي سیدحکمت‌لله وویل: «موږ په پام کې لرو چې کندهار ته د اطرافي ټکسي خدماتو فعالیت پیل کړو، د ښار لپاره د ښاري ټکسیانو پلان هم لرو؛ ښاري ټکسي خدماتو لپاره زموږ ټرانسپورټ ریاست یو ځانګړی مدیریت هم په نوی تشکیل کې راکړل شوي چي په نږدې ورځو کې به فعالیت پیل کړي.»

په ورته مهال د هلمند د ټرافیکو مدیریت مسوولان دا ډول قانوني ټرانسپورټي خدمات د د ترافیکي قوانینو مراعتولو او ټرافیکي پېښو مخنیوي برخه کې خورا مهم ګڼي او له نورو پانګوالو څخه هم ټرانسپورټ برخه کې د ورته پانګوني غوښتنه کوي.

د هلمند ټرافیکو مدیر شېرمحمد حجازي وویل: «دا ټکسیانې ډېرې ښه دي، ځکه دا افغانستان لاس دي؛ دا پلیټ لري، جوارسیر لري، موټرچلوونکي يې، لایسنس لري. افغانستان لاس دي. په دې سره ټرافیکي پېښې ان صفر ته راټیټیږي. له نورو تجارانو هم هیله ده چې داسې شرکتونه فعاله کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په جي‌پي‌اېس سېسټم او نورو ټرانیسپورټي خدماتو سمبال دغه ټکسي موټر داسې مهال هلمند کې خپل ټکسي خدمات پیلوي چې په وینا یې، پر دغه  کږلېچنې او رېګنې شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره لارې یوشمېر کسانو د لارې ورکېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام