Asset 1SWN

له ۸ تر ۹زره افغانان بهرنیو هېوادونو کې بندیان دي

106304_2018120816120_5c0bdca6b789683f77298cbejpeg_share

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو په ګډون بهرنیو هېوادونو کې له ۸ تر ۹۰۰۰ افغانان بندیان دي.

د یادو بندیانو ډېری برخه د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي چې د زندانونوچارو د سمون ادارې مسوولانو په وینا، شاوخوا ۱۱۵۸ بندیان له دغه هېواد افغانستان ته رالېږدول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی همداراز وویل چې بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو پلټنې شوي او هېواد ته یې، د رالېږد هلې ځلې روانې دي. دغه څرګندونې د یادې ادارې مسوولانو نن یکشنبه، وږي ۱۱مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

په دغه پروګرام کې همداراز مسوولانو وویل، چین کې ۲۳ افغانان بندیان دي او هڅه کېږي، څو افغانستان ته راانتقال شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولانو دا هم وویل چې لس هېوادونو ته یې، وړاندیز کړی، څو هغه افغانان چې یادو هېوادونو کې بندیان دي، هېواد ته یې، د لېږد زمینه برابره کړي.

مسوولانو زیاته کړه چې د محکمو د مکتوبونو له مخې، ۳۲۴۳ بندیان خوشې شوي، ۳۰۱۶ بندیان له ولایتونو څخه مرکز ته، له مرکز څخه ولایتونو او له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدول شوي او د ۱۵۶۲ بندیانو د برخلیک معلومولو لپاره، له سترې محکمې سره اړینه همغږي شوې ده.

په ورته مهال مسوولانو ټينګار وکړ، هغه بندیان چې څو ورځې وړاندې له المان څخه هېواد ته رالېږل شوي، د بهرنیو چارو وزارت اړوند دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولانو په وینا، دغه بندیان چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند دي او یادې ادارې پورې تړاو نه‌لري.

څو ورځې وړاندې المان شاخوا ۳۰ افغانان چې د رسنیو د راپورونو له مخې، پر بېلابېلو جرمونو تورن وو، افغانستان ته رالېږلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په راپورونو کې راغلي چې دغه بندیان د قطر په منځ‌ګړي‌توب په یوې چارتر الوتکه کې افغانستان ته لېږدول شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام