Asset 1SWN

هلمند کې اووه معاینه‌خانې وتړل شوې

b6f20d1b-008a-4e92-b6c5-d8b72d2181ee

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په اړوند سیمهکې د جواز نه‌درلودو له امله اووه معاینه‌خانې تړلې دي.

د دوی په وینا، دغه معاینه‌خانې «کتن‌ځایونه» د یاد ریاست د روغتیایي قوانینو او څارنې ټیم له لوري د مرکز لښکرګاه ښار شهید غلطان سیمه کې د څارنې پرمهال تړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال شېرمحمد وحدت په دې اړه وویل: «د ټاکل شوي ګډ ټیم له لوري د ۴ روغتیایي کتن‌ځایونه چې درې یې، د غاښو کتن‌ځایونه دي چې د وسایلو نه درلودلو په خاطر او یو روغتیایي مرکز د اسنادونو نه‌درلودلو په خاطر تړل شوي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان همداراز وايي چې له روغتیايي مرکزونو او کتن‌ځایونه به تر هغو څارنه روانه وي، څو دغه ولایت کې روغتیايي برخه معیاري شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام