Asset 1SWN

د کانونو او پټرولیم وزارت: ایراني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

معدن-زغال-سنگ-pg391xfqlw18bl8zms3t4wdeqkddxseepq5ro2t5m4

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، ایراني پانګوال لېواله دي چې د افغانستان د اوسپنې پر کانونو پانګونه وکړي او دامهال هم د یاد هېواد یو‌شمېر شرکتونو د هرات غوریان د اوسپنې پر کان پانګونه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان سلام‌وطندار ته وویل: «ایراني پانګوالو د افغانستان اوسني وضعیت څخه خوښي ښودلې او لېوالتیا یې، ښودلې چې د افغانستان پر کانونو ځانګړې توګه د اوسپنې پر کانونو پانګونه وکړي او وزیر هم د وزارت اصولو سره سم د همکارۍ ژمنه ورکړه.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې له ایران سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره هلې‌ځلې کړي او هڅه یې کړې چې د ایران له چابهار بندره د افغانستان د ګټې‌اخیستو ونډه زیاته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان بیا وايي، د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان سوداګري ۶۸۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې له دې جملې څخه ۱۵ میلیونه ډالره یې صادرات او ۶۷۳ میلیونه ډالر واردات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلام وطندارته وویل: «ایران ته د افغانستان مهم صادراتي اقلام؛ د کانونو ډبرې، ممیز، انرژي او د کنجد دانې، او واردات هم ډیزل او پټرول، د کارخونو خام مواد، طبیعي ګاز او سمنټ دي.»

افغانستان او ایران هغه دوه هېوادونه دي چې حکومتونه یې د نړۍ له‌خوا له ځینو اقتصادي بندیزونو سره مخ دي. د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، افغانستان او ایران باید د دغو بندیزونو د اغېزو د راکمولو لپاره له یو بل سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه فهیم چکري وویل: «ایران او افغانستان تر بندیزونو لاندې دي او هر څومره چې دواړه هېوادونه سوداګریز تعاملات او افغانستان کې ایراني پانګوال پانګونه وکړي، دا د افغانستان په ګټه دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو له هڅو سره سره، د ایران له چابهار بندره د افغانستان د ګټې‌اخیستنې ونډه تر اوسه مطلوب حد ته نه‌ده رسېدلې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام