Asset 1SWN

پکتیکا کې په ۸۵۰ میلیونه افغانۍ د پلتوني بند د جوړېدو چارې بیاپیل شوې

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۲۲۲۲۲۲۲

د پکتيکا مرکز ښرنې اړوند د «پلتوني بند» چارې نن دوشنبه، زمري ۲۹مه په شاوخوا ۸۵۰ میلیونه افغانۍ په لګښت د سرپرست حکومت د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې بېرته پيل شوې.

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د دغه بند د چارو پرانیستو مراسمو ته وویل، هېواد کې د اوبو مديريت د اوسني حکومت په لومړيتوبونو کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دی وايي، اوسني حکومت د اوبو مديريت لپاره د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د يوشمېر بندونو د جوړېدو چارې پيل کړي دي.

نوموړي وويل: «اسلامي امارت دا درک کړې چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره زراعت او د زراعت د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمې دي. همدې موخې ته رسيدلو لپاره اسلامي امارت د اوبو مديريت په خپلو لومړيتوبونو کې نيولی او پوره توجو يې ورته کړې ده.»

د پلتوني بند د چارو پيل مراسمو کې د اوبو او انرژی وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وويل، د پلتوني بند چارې به د ملي پراختيا شرکت لخوا راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

د هغه په وينا، ياد بند د حکومت له خپلې بوديجې جوړيږي چې شاوخوا ۸۵۰ ميليونه افغانی لګښت پرې کيږي.

نوموړي وویل: «د افغانستان د اسلامي امارت په ۸۵۰ ميلونه افغانيو کم او زيات بوديجه باندې به جوړيږي او الله ج دې وکړي چې دا دوه کاله موږ قرارداد کړی؛ په دې کې يې تکميل کړو، دا به ۴۱ متره لوړوالی لري او ۲۵ ميليونه اوبه به زيرمه کوي چې ورسره به يو ميګاوټ برښنا به هم توليدوي چې مرکز لپاره کفايت کوي.»


په ورته وخت کې د ملي پراختيا شرکت رییس عبدالرحمان عطاش بیا دې مراسمو ته وويل، هېواد کې د اوبو مهار لپاره په ټول توان هڅه کوي. «موږ د اوبو مهار لپاره په ټوله هڅه په تطبيق کې چې څومره توان لرو او څومره مو وس دی، انشاالله په دې کې به کمک کوو او جدي حرکت به کوو»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اوبو او انرژی وزارت د معلوماتو له مخې، د پلتوني بند به د ۲۵ ميليونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ترڅنګ، کرنيزې ځمکې خړوبې او يو ميګاواټه برښنا هم توليد کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام