Asset 1SWN

کابل کې بې‌وزلي: ورځنی عاید مو یوازې ۵۰ افغانۍ دی

خانواده_های-نیازمند-در-غور-فقر-qfot2rinkmyde7pphnm0zauuywmq3u5hz705y4y0lk

کابل کې یو‌شمېر بې‌وزله کسان د وزګارتیا او تنګسیې له امله شکایت کوي او وايي چې د ورځې تر ۵۰ افغانۍ عواید لري.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۷۷کلن عبدالرحیم چې د کابل ښار د یوه سړک تر غاړه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې مُچي‌توب کوي، وايي، د ورځې له ۱۰۰ افغانۍ ډېرې نه‌ګټي او په وینا یې، سرپرست حکومت باید خلکو ته د کار کولو زمینه برابره او د وزګارتیا کچه راکمه کړي.

هغه وویل: «د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ عواید لرو، که کومه ورځ له ۵۰ افغانۍ ډېرې وګټم او له سرپرست حکومت غواړم چې خلکو سره مرسته وکړي.»

د کابل ښار یو اوسېدونکی محمدحسین چې له پُولي‌تخنیک پوهنتون څخه فارغ دی، وايي، له دوو کلونو راهيسې له وزګارتیا سره مخ دی، هغه وايي، که څه هم دې موده کې یې، د دندې موندنې لپاره ډېر غوښتن‌لیکونه وکړي، خو په وینا یې، نه‌دی بریالی شوی.

هغه هم له سرپرست حکومت څخه غواړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. «زموږ غوښتنه دا ده له حکومته چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

محمدامین چې هره ورځ له سهار تر ماښامه له کوره د کار پر لټون راوځي، خو په وینا یې، که بخت یې، ښه وي، کار ورته پیدا کېږي. «نن راته کار پیدا نه‌شو، د چا چې بخت ښه وي، کار ورته پیدا کېږي او کار ته ځي. په ټوله کې کار نشته چې ټول پر کار وي. کوم یوه ته که کار پیدا شي، نو موږ اړ یو چې نیمه ډوډۍ کور ته یوسوو.»

د اقتصاد وزارت مسوولان بیا د افغانستان پر بانکي سېسټم بندیز، د پراختیايي پروژو ځنډېدل او د افغانستان د شتمنیو کنګل، هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو اصلي لاملونه بولي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وویل ، اسلامي امارت هڅه کوي چې د کاري فرصتونو په برابرولو سره هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه راټیټه کړي.

هغه وویل: «د اقتصاد وزارت هڅه کوي چې د کارموندنې او کاري زمینې برابرولو ته لومړیتوب ورکړي، موږ د ادارو د پالیسو او پروګرامونو له لارې هڅه وکړه چې پر زیربنايي او پراختیايي پروژو تمرکز وکړو، څو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.»

د اقتصاد وزارت د شمېرو له‌مخې، دامهال د هېواد ۵۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګروملتونو د خوړو نړۍ‌وال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په دې وروستیو کې ویلي، بریټانیا له افغانستان سره د بیړنیو پروګرامونو لپاره ۴۰ میلیونه پونډه بشري مرسته کړې.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې چې د دې مرستو په کارولو سره به د ۱۵۰زره ماشومانو او ۱۴۰ زره امیندوارو او شېدو ورکوونکو ښځو د ملاتړ ترڅنګ، افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه نورو اړمنو کسانو سره هم مرسته وکړي.

افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند ضیا‌الدین ساپی سلام‌وطندار ته وایي: «دې مرستې سره به WFP  وکوالی شي په مستقیم ډول ۱.۲ میلیونه خلکو ته بېړنۍ خوراکي مرستې ورسوي. برسېره پردې، WFP پلان لري چې نږدې ۱۵۰,۰۰۰ ماشومانو او ۱۴۰,۰۰۰ امیندوارو او شیدې‌ورکونکو مېرمنو ته د خوارځواکۍ مخنیوي خدمتونه چمتو کړي. په نهایت کې به WFP وکولی شي، د ۷۷,۰۰۰ مستحق چې د خوړو خوندیتوب نه‌لري، عامه‌المنفعه پروژو کې چې د ټولنې لپاره مرسته، څو د اقلیمي بدلون اغېزو پر وړاندې تولیدي او نرمښت ولري، وټاکي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ لسو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته د دغه هیواد وګړي پر بشري مرستو متکي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام