Asset 1SWN

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېرکال د هېواد ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارډ ډالر و

GUW3tnLWQAAtkaj

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې تېرکال د هېواد ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارډه ډالر و.

د یادې ادارې د موندنو پر بنسټ، دې شمېرو ته په کتو، د مخکیني کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادې څرګندونې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولانو نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تېرکال پر ۲ میلیونه او ۲۳ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي و چې په حاصلاتو کې یې د مخکیني کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې ترڅنګ، د غلو حاصلات ۵ میلیونه او ۲۰۶ مټریک ټنه او د پُنبې حاصلات ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه وو، چې د مخکیني کال په پرتله په ترتیب سره، ۱۳.۲ او ۶۸.۹ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.

بل‌خوا د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولانو دې پروګرام کې وویل چې تر دې مهاله په تول هېواد کې څه باندې ۱۳ میلیونه برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د یادې ادارې مسوولانو همداراز ویلي، د سرپرست حکومت د واکمنېدو راهیسې، ۷.۸ میلیونه برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. په ټوله کې تر دې مهاله ۱۳ میلیونه او ۸۶۸زره برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په بېلابېلو برخو کې د سروې ګانو په لار اچول، ۴ میلیونه ته، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش شمېر رسول، په کابل، بلخ، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د اسان خدمت د څانګو فعالول، په ایران، پاکستان، سعودي عربستان، او ترکیې هېوادونو کې د اسان خدمت څانګو پرانیستل، د هرات په شین ډنډ، د ننګرهار په شینوارو، د غزني په مقُر، د بلخ په بلخ او د بدخشان په کیشم او راغستان ولسوالیو کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش څانګو پرانیستل؛ په روان کال کې د دغې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام