Asset 1SWN

د روسیې د مرستې وړاندیز؛ شمالي‌کوریا: که اړتیا شوه غږ به وکړو

1366

روسیې په شمالي‌کوریا کې د سېلابونو له امله اغېزمنو کسانو او سیمو کې د دغه هېواد حکومت ته د مرستې وړاندیز کړی دی.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت د روسیې د مرستې له وړاندیز مننه کړې او ویلي یې دي چې حکومت له وړاندې دې پېښو ته چمتووالی نیولی او په وینا یې، «که اړتیا شوه د مرستې غږ به وکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد هېواد د دولتي رسنۍ «کا‌سي‌اېن‌اې» په خپل راپور کې ویلي چې د وروستیو ورځو پرمهال د یاد هېواد په شمال شمال لوېدیځو سیمو کې د اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو ۴۰۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.

د سېلابونو له امله د شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی. کېم چونګ اون په خپله له سېلاب‌ځپلیو سیمو لیدنه او د مرستو له بهی څارنه کړې.

د شمالي‌کوریا ګاونډي سوېلي‌کوریا هم دغه هېواد ته د مرستو وړاندیز کړی و، خو د شمالي کوریا دولتۍ رسنۍ په خپل دې راپور کې د یاد وړاندیز په اړه څه نه‌دي‌ ویلي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

مسکو او پیونګ یانګ په دې وروستیو کې خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې پیاوړې کړي او پوتین او اون جون میاشت کې یو ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام