Asset 1SWN

د دشت‌قلعه اوسېدونکي د ای‌خانم چینې له خرابېدو اندېښمن دي

آی_خانم بولاغی 1

د تخار د «دشت‌قلعه» ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د «ای‌خانم» چینې ویجاړېدو څخه اندېښنه ښيي او له اړوند مسوولانو او ادارو غواړي چې دغه چینه او شاوخوا دیوالونه یې، بېرته ورغوي.

د دشت‌قلعه ولسوالي اوسېدونکي اسدالله سلام‌‌وطندار ته وویل چې سرپرست حکومت باید دې چینې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «دغه چینه بیارغونې ته اړتیا لري او حکومت باید د بیارغونې لپاره یې، پام وکړي او اسانتیاوې رامنځته کړي، سیلانیان چې له ولسوالیو او ولایتونو راځي، دلته باید ورته اسانتیاوې رامنځته شي.»

د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکی اجمل بیا اندېښنه ښيي، که د دې چینې بیارغونې ته پام ونه‌شي، ښايي ویجاړه او د خلکو له ذهن پاکه شي. «هره ورځ چې موږ دلته راځو، وینو چې دیوالونه یې، خراب او ویجاړ دي او هېڅوک ورته پام نه‌کوي. که څو کاله نور هم ورته پام ونه‌شي او دوام پیدا کړي، ښايي د خلکو له ذهن به پاکه شي.»

خو له دې اندېښنو سره سره، د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر نورالدین راسخ وايي، دامهال دغه ریاست د تاریخي او تفریحي ځایونو د بیارغونې لپاره مشخص پلان نه‌لري.

نوموړي وویل: «دشت قلعه ولسوالي د تخار یوه له تاریخي او سیاحتي ولسوالیو څخه ده چې د خپلو لرغونو سیمو په لرلو سره په دې ورځو کې له ګاونډیو ولایتونو څخه سلګونه بهرني او سلګونه کورني سیلانیان ورځي. زموږ هېوادوال کولای شي پرته له کومې اندېښنې دلته راشي او د دې ولسوالي له ښکلاو لیدنه وکړه.»

د ای‌خانم د اوبو چينه تخار کې له هغو تاریخي ځایونو ده چې د سېلانیانو پام ځانته اړولی شي او د ای‌خانم غونډۍ په څنډه کې د کوکچې سيند ته څېرمه موقعیت لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ای‌خانم چینه په دوبي کې سړې او په ژمي کې ګرمې اوبه لري چې ډیری سېلانیان دغه ځای ته د تفریح او لامبووهلو لپاره ورځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام